...

فرید باراني

شپه د مهجورو غوغاګانو تله

زما د بې وسه هجران ستړې سلګۍ

ستا د جمال له مرزه تېرې شولې

ذره ذره دې شوم د مخ په یاد کې

فزیک مې لولي

او کیمیا مې سپړي

او بیولوژي مې د حیرت په کشالو کې ورکه

ټول طبیبان مې سر ته ناست دي

او ختم کړي کتابونه بیا له سره لولي

خو هیڅوک پار د عشق موندلی نه شي

فزیک زما لپاره مه سپینوئ

کیمیا زما لپاره مه سپخوئ

او بیولوژي مې د حیرت په کشالو کې

د وجود له قوانینو کلمه د شهادت تېروي

عشق د هستۍ د سرمایې مسلخ دی

ځمکه د غڼو د تارونو په مدار کې ګرځي

زما لاسونه د الست د ورځې

د تهمتونو له میثاقه یخ دي

۳ جولای ۲۰۱۶ - برلین