فرید باراني
غزل
نیم جهان دې ښکلی مخ نیم دې اوربل دی
په مستۍ کې مضرب کړی دغه حل دی
د حیرت ګوته په غاښ د اور په تاو کې
زړه اغوستی ستي عشق د تاج محل دی
زیاتي څومره د عشق راز درته بربنډ کړم
پټ په زړه کې مې د خدای د وړانګو پل دی
الطفات مې د سیندونو شوق خراب کړ
مات نظر مې د حیرت د ښار اتل دی
له هستۍ دې ټولوم د سترګو مکر
زا زړه د نور د بلو چینو غل دی