فرید باراني
غزل
نور دې راته ستا جامې اغوستې دي
عشق راته رسوا جامې اغوستې دي
لارې دې سرکشه سپرم رام کړلو
دوست دې د رڼا جامې اغوستې دي
غږ دې رابلد شو که مخ وښيې
زړه مې د سینا جامې اغوستې دې
سترګې مې په اوښکو صراحي په لاس
درد لا منتهی جامې اغوستې دي
غټ د نور لستوڼی، سینه چاکه عشق
ما لره شیدا جامې اغوستې دي
۴ جولای ۲۰۱۶ -برلین