...

فرید باراني

کېناسته، ناز یې وکړ

بېګاه معشوق مې د حیرت په جام کې

د تفکر لوح محفوظ راکړ

ذرې ذرې د کاېناتو په حکمت پوه شوم

د څرخ او ژوو او انسان د پیدایښت مې

فورملونه زده کړل

زړه صبر نه شو او معشوق لره مې

بېرته د عشق په خونبها کې کتابونه د لوح وسپارله

ومې ژړل

سترګې مې سرې

د باد په لپو کې راوړو د حیرت څاڅکو ته ورته ولې

کېناسته ناز یې وکړ

زلفې یې ایسته کړلې

او د رخسار په تلوسه کې یې سینې اوبه شوې

کېناسته، ناز یې وکړ

او زموږ د زړونو د کودیو په تسلیم کې یې

د مات د بېخودیو جزیرې رهي کړې

کېناسته ناز یې وکړ

او زموږ د زړونو د فراق یتم خانه یې

د دیدار د څلوېښت کاله تبسم په کشالو محوه کړه