...

فرید باراني

شونډې یې وموسېدې

او د ګل قندو په میزان کې یې ثبات د ایینو خراب کړ

کېناسته ناز یې وکړ

او زموږ حیرت یې د تسلیم د جزیرو

په لامکانه ابدیت کې د زیتون د رڼاګانو د ګل څانګو د تنې

په شورماشور کې ښخ کړ

کېناسته ناز یې وکړ

زموږ د زړه قندیل یې بل کړ د رڼا په کرښو

شونډې یې و موسېدې

له بایزید، له مولانا له ابراهیم او له اقبال یې ویل :

چې یې د زړونو د کباب اورونه څرنګه

د وړانګو په تسبیح صحیح شول

د خیر او شر د رکابونو په شتاب کې یې له ژونده ووېل:

چې څرنګه زړونه له اعیانِ ثابتة 

غیبت ته ورسېدل

زما د وهم له بې خوده ارابې یې ووېل:

چې د حالاتو په تمکین کې یې

زموږ د زړه د ورکې هستۍ لارې څنګه پرېوینځلې

بیا یې له وحیې ووېل:

چې مې د زړه د بېخودیو د مضراب په سوز کې

څرنګه دا شعر ولیکه

۶ جولای ۲۰۱۶ - شوني فیلډ