...

فرید باراني

غزل
اور دی لکه منډه له خاشاکه ځي
نور دی په سینه کې څه چالاکه ځي
سوځوي د زړه د ارمانونو قدس
زما د زړه کیسه ده عبرتناکه ځي
نه مي ميزان د فلک نه مني
عشق په کاېیناتو کې بېباکه ځي
وبه څښي له عشقه د وحدت شراب
حس د تن غریب دی له ادراکه ځي
چوپ به دې کړي اور د مینې مه غواړه
رنګ د حیرتونو تر سهاکه ځي
څه دی انسان دوه خښتې اباده ترس
ورک د رڼا ګانو تر رواکه ځي
۴جولای ۲۰۱۶ - شوني فیلډ