...

فرید باراني

چې په ما څه شوي دي

زړه مې شمال

د عشق د سوز په تار

مضراب د بې خودۍ غږوي

د سینې اور مې له رڼا نه بل څراغ دی

دحباب په مینځ کې

موړ د رڼا په څانګو

او خوښ د عشق په عطر

مست لکه غرونه له خپل خاپه پاڅي

او دعالم تزلزل ویر ته یوه وړه ډپره کېږدي

ذره ذره کړي ځان د ویر په وړانګو

او زما زړه له اوره لږ خبر شي

څه دي زما د ننه

چې بې له عشقه څخه

نه جالینوس نه افلاطون پېژني

نه په وصال دیو نه بېلتون پېژني

بار دی د عشق د رڼاګانو د هېندارو په پژواک یې اقتدا کړې ده

او لا د ځان په سوزېدا کې بوخت دی.

۸ - جولای ۲۰۱۶ شوني فیلډ