فرید باراني
عشق راغی
د عقل ګل یې د ناکام په هدېره کې خښ کړ
د بې خودیو جزيرې فتحې شوې
غیبت
مستي
شوق
او فنا د حال په سیند جاري شوه
ګران د انفس او د افاقو په حیرت کئ
له پیدا او له پنهانه لوړ شو
او ما د خپلې سینې بل مشکواة په لاس
د خدای ساکن حضور په سترګو ولید
د غره دننه د سړو چینو د پاسه بله شوې شمعه څنګه ښکاري؟
مامې زړه هلته کېښود
او د حیرت د تود مضراب په ایینه کې ښخ شوم
د سینې سوز مې سل دوزخه اور
د وړانګو په شمال کې مړ کړ
د عشق نی پوښه حکایت مې
د قفس واړه هډوکي مات کړل
درد مې بنیاد د یاغي زړونو په ستړي ګام کې
او کلمات مې د اسمان له دريڅو نازل شول
زه په حضور او بې خودیو کې د وړانګو له ادرسه راغلم
ً۶ جولای ۲۰۱۶ شوني فيلډ