...

فرید باراني

د بې خودۍ عطرو دې

د ګل ګلاب د سحر خېزه شبنم ملا ماته کړه

زه څلوېښت کاله ستا د مخ د ښکلاګانو په حيرت کې

د خپل زړه د لېونتوب کمال ته ورسېدم

لکه څرخی تاوېږم

او خپل د ځوان لېونتوب اور

د ترانو د اوبدل شوي تار په لومو کې

مضراب ته سپارم

د سلو ځمکو عبادت دې

ديوې مستې شېبې د نڅا ځواب نه لري

شوق مې د زړه په اور مدار کې

کارېزونه دحیرت اوبوي

سترګې مې رپي

شونډې مې خاندي

او تسلیم مې د عصمت د روایاتو په ګرداب کې ناڅي

نن چې د عشق په ځای په خپله راغلې

۶ جولای ۲۰۱۶ شوني فیلډ