فرید باراني
عشق د ايمان له تاوه
د تحيير د ياغي شوو مړو ګونبدو په سر
د نور کاه ګل و د زيتون له جنسه
زموږ عاشقي په يوه ورک طوفان کې
د بېدياګانو د مجنون د پاتې پلونو
د حيرت د يوې مړاوې شېبې
د وچو دوو شونډو افسوس هم نه و
خدای د نې پوښه حکايت دننه
په فولادي تودوخې وازمايلو
بيا يې ايرط کړو د هر ګام د کنډوالو په زمانې کې ورک شو
بيا يې را ټول کړو په سينه کې يې جوخت کړو
عشق د ژوندون له ستومانۍ لس زره وارې لوی و
عشق د فصلونو په نازک وجود کې
د طوفان وړو ايرو ستړی درد و
عشق د آدم له حوصلې نه لوی و
عشق زما د شک له بند په بند مات شوي صبر نه لس چنده ستر و
عشق د جانان په لاس کې
د انسانانو د لرلې ارادې د انقضاء تاريخ و.
۶ جولای ۲۰۱۶ شوني فيلډ برلين