فرید باراني
غزل
چې زړه ولري، يو يار زما پکار دی
تن د زړه په اوښکو زار زما پکار دی
د سينې په خلوتګاه کې يې يو شور وي
درد يې خور وي په بازار زما پکار دی
ترانې د سوي زړه په چيغو وايي
مستانه وي او هوښيار، زما پکار دی
خاموشي يې د ډبرو زړه اوبه کړي
په څېرې کې خنده دار زما پکار دي
د حکمت او تلاوت يوه ټوټه وي
په اخلاقو سر په دار زما پکار دی
د تقوا په پستۍ خاوره د کوڅې وي
بې غرضه او خودکار زما پکار دی
بې غصې او د شهوت قبضه په لاس کې
زما ځان شه ترېنه زار، زما پکار دی
۸ جولای ۲۰۱۶ شوني فيلډ برلين