فرید باراني
غزل
وم يو سپرم د نور ښار دې رانه جوړ که
د عاشقو ستر بازار دې رانه جوړ که
لپې لپې ستا لمن ته يې راوړمه
د خپل اوښکو تحويلدار دې رانه جوړ که
د زيتون د غوړ د اور په جرقه کې
د سپېڅلو اوښکو هار دې رانه جوړ که
آه د سپرم مات مغزی نيولی راغلم
څه ښاغلی اعتبار دې رانه جوړ که
خون شريکه محبت ومه ای عشقه
څه ازار د مور او پلار دې رانه جوړ که
چې يې وېسمه۲ د خدای د نور بلاد ته
د غمونو تحويلدار دې رانه جوړ که
پل دې نرم، د دوستۍ په موخه راغلې
يو شهيد د عشق په لار دې رانه جوړ که
د قيامت کالي اغوستي په زړه راغلې
څه ذره ذره اقرار دې رانه جوړ که
په ټول تن کې تنها زړه زموږ منله
زړه دې وېوړ بې قرار دې رانه جوړ که
۸ جولای ۲۰۱۶ شوني فيلډ برلين