...

فرید باراني

غزل

غرونه شکر بار لري، عشق پاتې شه

اوښکې او خمار لري، عشق پاتې شه

درد د پښو او لاسو ور ته مه وايه

ستا په زړه کې کار لري، عشق باتې شه

ځان د بېخودۍ په حال کې وسوځه

نور لري او نار لري، عشق پاتې شه

غاړه د مغرور عجز يې ماته ده

سل منصور په دار لريو عشق پاتې شه

ژوند يې په موزونو ترانو کې دی

مرګ ورځنې ډار لري، عشق پاتې شه

عطر په لمن کې د ګلرېزه تن

فصل د ګلزار لري، عشق پاتې شه

ته دې د خپل نفس په کومه ورکه ځې

تل در پسې څار لري، عشق پاتې شه

زر يې عاشقان د مخ په نور ستي

لا تمه د ښکار لري، عشق پاتې شه

هلته چې د سيند دننه تږی وې

هلته اعتبار لري، عشق پاتې شه

نه دې د ثواب په پيمانه تلي

نه هم ګنهګار لري، عشق پاتې شه

مخ يې ښکاره زلفې تکاول لري

پوهه د ايثار لري، عشق پاتې شه

نن شپه د بېخوده زړه په وړانګو کې

مست د ميو ښار لري، عشق پاتې شه

۸ جولای ۲۰۱۶ شوني فيلډ برلين