...

فرید باراني

د بې خودۍ نسيم دی

عشق د زيتون تکه شنه پاڼه ده

د زړه د درد د سدر له رنګينو څانګو لاره کوي

ريښې يې زما د ګران په ذات کې شنې دي

میوه او ګل نه کوي

مګر زما غوندې بې نامه عاشقانو په زړه

نه، خپل قامت نه ښايي

مګر د هغو زړو ستومانه درد ته

چې سکونت يې د دنيا له اعتباره وتی

څانګې يې د نور په هر چا نه اوروي

مګر هغوی چې تږي تږي

د خپلو زړوونو د بېديا په وچو غولو کې

د مات روژه نيولي انتظار پر ورکو لارو

د هستۍ ماشين حساب په خواره ذهن کې

شېبې د بېتابۍ جمعوي

عشق د بې موخو په بلاد کې نشته

اسم اعظم دی

د نومونو په رنګين کمان کې

او زيرو بم دی

زموږ د زړونو په تازه ريحان کې

۸ جولای ۲۰۱۶ شوني فيلډ برلين