فرید باراني
ژوند ستا د واړه نفسو تکرار و
د عشق په سوزنده حباب
کې د زړګي د حیاګانو تر مینځ
تا ته زما د کلماتو د اوبدون تله که سپکه ښکاري
سل زينې درد د زړه په سر وکړه
تر څو په خوب کې درشم
او در ته ووايمه:
زر وار شهید شه
خو يو ځل ميین شه
زر وار رسول شه
خو یو ځل د ګران د وړانګو د اور څکه وکه
زر وار عالم شه
خو یو ځل د بېخودۍ په سيند زنار تر غاړې وزنګېږه
زر وار عابد شه
خو یو ځل زموږ د زړه په ستي شوې رموز وپوهېږه
چې له جومات ځنې يې څرنګه
د نور په خم د مستو ميخانو سيوری ته کېنولو
سل زينې درد کښېږده
بيا مې په خوب کې راشه
۸ جولای ۲۰۱۶ شوني فيلډ برلين