فرید باراني
عشق د مردارې ځمکې
د ګمانونو کالي نه اغوندي
عشق ژبه نه لري، له خاورو نه دی
عشق د خپل نفس تر پولو مه تنګوئ!
عشق د اسمان وحيې ده
عاشق رسول دی د کتاب پر کرښه
شعر د خدای د نور د وړانګو د بېخوده بد مستیو او ساکنې تواضع شیشه ده
ډبرې مه غورځوئ
د باد تسخیر
د ورېځو تګ
د زړونو غږ
د کایناتو غږ دی
ما د خپل کفر د رڼا په تږ کې
او دایمان د بربادیو په درشل کې
عشق ته غېږه ورکړه
خدای مې د تورې تروږمۍ فصل کې
د یو ساکنه نور په تل کې ولید
زما د زړه مشکواة یې بل په حباب پوښه زجاجه کې راکړ
د غره د ننه
یخې څانګې د اوبو رهي شوې
او دحیرت د څرخ په غوټو کې
زما د زړه تړلی او ساکنه مضراب
د خاموشۍ له نهایت سره خبرې وکړې
عشق بخالت د الفباء نه مني
عشق د مردارې ځمکې
د ګومانونو کالي نه اغوندي
عشق ژبه نه لري، له خاورو نه دی
۸ جولای ۲۰۱۶ برلین شوني فیلډ