...

فرید باراني

نیم د مانا په ملکوت تکیه یم

او نیم د عشق په اوږو

یعنې

چې خدای مې د الهام د ترانو په تود مضراب کې

د بېدل او مولانا هډوکي واغږله

بیا یې زما درد ته شمع بله کړله

او زه د خپل حیرت د عجز په عظمت کې د خدای پار ته ځير شوم

د ځوان زړګي د بېتابۍ و اورته

چې د معنا او عشق هډوکي یې د نوي نغري په تاو کې څنګ وسېزل

څنګ یې د وړانګو قافله پیدا کړه

څنګ یې د یار دتن ګلرېز لمن ته لاس واچاوه

او دواړو څومره د فراق بېباکه درد وژاړه

نیم د مانا په ملکوت تکیه یم

او نیم د عشق په اوږو

یو نوی باب یم د اورونو د شغلو پر څوکو

مست یم خراب یمه د وړانګو کشالې مې سوځي

د پیالو ناب یمه

او حال مې د ریشو په تل کې زر، تنها سرونه لري

۸ جولای ۲۰۱۶ - برلین شوني فیلډ