...

فرید باراني

د بخت نسیم دی

ژېړې پاڼې د ګرجنو لارو پل پاکوي

عشق د بېخوده زړو په وړانګو کې تمثال د تواضع خپلوي

مرګ مو له وېرې له سایې ډارېږي

او عزراییل مو دخط کړو ترانو په رموز نه پوهېږي

چېرته د کوم بې اعتباره تزلزل ډډې ته دمه کوي

عشق لا هم دوه قدمه لاره نه ده

چې یو پر نفس کېږدې او د بل ګران په تکل وخوځوې

یو قدم لار ده پښه د نفس د وینو ډکو رګو

د شهوتونو پرنهرونو کېږده

وینې! چې خدای درته له خپلې وعدې هم نږدې دی

وینې! چې ګل او نسیم دواړه د خدای بوی خوروي

وینې! چې مال زر پردي مخه لري

وینې! چې عشق د استدلال پر کټي نه سپرېږي

۸ جولای ۲۰۱۶ شوني فیلډ