فرید باراني
شپه ده او یخ بادونه
د زړه په خواره ځمکه روح د ژوندانه لمسوي
عشق رسالت دی او کتاب لري د درد په ژبه
د ملکوت له لوري وحیه د مضراب ده د زړګي د ترنم په دښتو
خدای مو په زړه کې ناست دی
زړه مو د خدای د اسارت ځینې یوه شېبه هم نه تشېږي
د عشق سجده کې مو د وړانګو جریانونه
د سینې د خلوتګاه په ایینه کې
تواضع د ښکلي رب ډېروي
شیطان مو دلته د پښو نه لاندې
يو وږی مات په لاس او پښه مېږی دی
نفس مو د اور د کشالو له سرکشۍ ساتلی
اوه اسمانه ګټه
د ښکلي رب له استغنا نه ډک یو
اوه اسمانه تاوان،
زموږ د بې نیازه زړه تر پوست نه لګي
زړه مو د مات له لېونتوبه په غوري د استغناء کې اېښی
درنې خبرې مو د دین کفر دي
کنه زموږ د بې خوبۍ د شپو د غرونو مناجاتو ککرۍ بني ادم نه لري
شراب د خدای له لاسه بغیر نه څښو
او په مستۍ او بې خودۍ کې د شیطان په وحیه ښه پوهېږو
سینه مو نور دی د مشکوة د سپین حباب په مینځ کې
خدای مو د زړونو معشوقه ده
کله کله تورې زلفې په سپین مخ مو میلمستیا ته غواړي
چې د حیرت په صحیفو کې ورک شو
او کله کله مور شي
سر په زنګانه یې کېږدو
او د حضور د شفقت په ایینو کې یې ارام صحیح کړو.
۹ جولای ۲۰۱۶ شوني فیلډ