...

فرید باراني

ته د اختیار او جبر

په او بدل شوي پړي منډې وهې

او د دې پړي هغه سر د خدای په ګوته بند دی

له هغې تورې او ترخې پدرنالتې زهرجنې قهوې وروسته مې

د ژوند په اړه څه وویل؟

شاید په یاد دې نه وي

ځکه چې تا یو ځلې نه

له سلو ډېر په شوخو شوخو سترګو

د فلسفې د صنف په سر

زما د زړه د تار تار شوو ګرېوانونو خدای ته

د زړه د ننه څه خبره کړې

زما منظور د خپلو تورو زلفو

د سپین ګومان په باد اخیستي موج کې مه پټوه

ژوند یو قرار دی چې د خدای د زاړه جبر د تړلو دروازو و شاته

ما او تا دواړو د اختیار په ګوتو پرانیستلو

وړاندې له دې چې ته لا

د اختیار او جبر

په اوبدل شوي پړي منډې وکړې

وړاندې له دې چې ما او تا

له هغې تورې او ترخې پدرنالتې زهرجنې قهوې وروسته

د هغه په اړه فکر وکړو

وړاندې له دې چې زه دا شعر ولیکم

۲۹- ۴- ۲۰۱۶ برلین