فرید باراني
غوښتل مې خدای ته یو څه ووایمه
ما د جهان په مسخه شوي روح کې
د حقیقت د لیلامي بازار جامې واغوستې
په بې تڼیو ګرېوانو کې مې د درد دمېلمستیا ستړي رازونه پټ کړل
غوښتل مې خدای ته یو څه ووایمه :
دا مې جامې دي چې بدلېږي د چاودلي تبسم په مات کې
غوښتل مې خدای ته یو څه ووایمه :
چې ځینې ځینې انسانان ولې د خپل روح په تاوده تنور کې نه ځایېږي؟
کله چې روح د تن د غرونو اوږو بار سره دوستي نه کوي
کله چې تن پړسېږي
او شپې زموږ د خفګانونو ادرسونه نابینا په نیمه لار ورکوي
تر تا یې نه رسوي
او موږ په خپلو بې تڼیو ګرېوانونو کې د تا په انتظار مړېږو ۲۰ ډېسمبر ۲۰۱۶