...

فرید باراني

ته یې

چې موږ د مایوسۍ د تورو غرونو تړل شوي ورونه نه ټکوو

ته یې

چې موږ د باد او باران

تالنده، ورېځې او د ځمکې کانګې کانګې ځنکدن ته

حجابونه د موسکا په بخۍ کړي قامتونو پوښو

ته یې

چې ډاډ لکه د روح پنبه

زموږ د غرونو تورو تورو ناهیلیو نه

بڅرې د زوی مړي سباوون ټولوي

کنې د ژوند دا مردَزمایه څېرې

زموږ قامتونه د حیرت په کشالو کې ورک کړل

ته یې

چې موږ د دې دنیا په مسخه شوي لوڅ اندام کې

د خپل نور په خفا سر لګوو.

ته یې

چې لا هم خاندو

ته یې

چې لا مو د توی شوو اوښکو لار کې

د ستړیا پیغمبران ځلېږي

او کتابونه مو د سترګو د اوبو تفسیر ته پاڼې د ګردان اړوي

ته یې

یواځې ته یې

ته یې

چې باد زموږ په ګرېوان کې

د عالم ناویل شوې لولي

او د پاسته باران د څاڅکو مېلمستیا

مو د موسکا وژېړو پاڼو ته سجده لګوي

۲۰ دیسامبر ۲۰۱۶- شوني فیلډ برلین