فرید باراني
ژاړم او تبه لرم
ګل په کتو
ښځې د زړونو د غیرت د ډبرینو ارادو په کسر وارزېدې
او زموږ لارې په حیا ښکاره شوې
ژاړم اوښکې مې د ګرده جهان
د ارزښتونو په تعریف کې کشالې جوړوي
ژاړم او تبه لرم
سر مې د غرب د اخلاقیاتو په دسمال تړلی
بتان مې څنګ ته ناست دي
راته راګوري او حیرت وړي دي
چې د ارامه توهم په نندارتون ورته
د ورکو ایمانونو سپینو پاڼو کې تاریخ د انقضاء ولیکي
د ډاډ په شوخه او کاذبه هوسۍ نیت وتړي
او د شوخیو د ګل څانګو په مړژوانده برخلیکونو کې د رسم اندازې صحیح کړي
ژاړم او تبه لرم
سر مې د غرب د اخلاقیاتو په دسمال تړلی
او څو چې مرمه ما د چوپې خولې کالي اغوستي
۲۰ ډېسمبر ۲۰۱۶