فرید باراني
یواځې زه یم دلته
نشته د ژوند په سیل اخیستي روح کې هېڅ هم نشته
درد مو نوکی دی
عشق مو نوکی دی
او د زړه حیرت اخیستي طوفانونه مو څپې نه لري
یواځې زه یم دلته
چې د موسی د خدای مې غږ د زړه په غوږو واورېده
يواځې زه یم دلته
چې د موسی خدای مې ښکاره ليدلی
نه دې زموږ مړاوو وزرونو ته ښادي درلوده
نه دې زموږ د زړه د مات چاودو چینو ته صراحي درلوده
یواځې ته هم نه وې
چې د حیرت په ګلبهاره خنداګانو کې
زموږ د زړه د تورو غرونو نیمه میلمستیا صحیح کړې
ښکلي د دې منطقې سره اورونه
زموږ په پټ ابراهیمي ایمان راوګرځېدل
او زموږ د زړونو په کوديو يې شوخي وکړله
ته به د ښکلیو ماشومانو په ازار څه کوې
لکه بې خوبه روح ورګورې به لا
او د خپل زړه د مضرابونو په شیشو کې به ټوټې د مات قامت ټولوې
ته به د ښکلیو ماشومانو په ازار څه کوې
کله چې ورک شې
خپل ادرس له بل چا نشې پوښتی
کله چې مات شې
او د چا په خوږو سترګو کې د عشق
په نازل شوو کتابو باندې ایمان وبایلې
کله چې ټول لاړ شي ته ودرېږې
کله چې ته ټول د ژوندانه رنګه کالي واغوندې
او ته د کهف په حیرت کې د پېړیو له میثاقه راوتلی نشې