فرید باراني
نور مې د زړه معبد و
څه بې پايه بې ساحله راغلم
لکه يو بحر
چې د غروونو د غرور د لوړو څوکو نېغې غاړې
په سرکشو څپو وتښتوي
لکه يو درد
چې د جهان په ټيکو ټاک کې
د تکرار له روح نه خوب د رڼا وتښتوي
له څومره درد سره مې شپې وکړلې
غوټې په شا
پښې مې يبلې
د اسفارو اور اخيستو وچو وچو لمر وهلو پراخه دښتو کې
مې ساه د ابديت خالي کړه
او د عیسی او وحواريونو قدمونو
مې د زړه د پراخې دښتې په هيبت کې
د انوارو صحيفې ورکې کړې
ما مې د خپلو سفروونو د ستړياؤ شپو ته هيڅ نه درلود
يواځې فکر ؤ او عشق ؤ
چې د تاکو د انګور له مستو څانګو نه يې رګ د ژوندانه پرې کاوه
يوازې تريخ شراب وو
چې د خمار په اور اخیستي زړه يې رنګ د آرزو وېشلو
يواځې زه وم
چې کالبد د زندګۍ مې د چاودلو پښو ملهم ته
د باغوان ګرم سلام ياداوه
صبر مې لاره وه
او عشق مې خوراک
نور مې د زړه معبد و
او زړه مې لاس و
د وجود ستړي تاريخ ته یې درسونه له الواحو د موسی زده کول
نور مې د زړه معبد و
نور مې ملګری و
نور مې د زړه پروردګار و
چې سپېڅلې آينې يې
د جمال د حيرتونو تلاطم ته په خپل ځان رژېدې
۱۳ فبروري ۲۰۱۷