...

فرید باراني

کله چې خدای ته یک تنها ورغلم

پر زړه د روح د عود شمال رالګي

د نور پر زرو دريڅو مې

د عشق خوب ته د اسفارو د بې خوبه بې څښتنه ببر سرو شپو

امضاء کړې ده

زه يم او نور دی

چې د خدای د لاس په غېږه کې

د عېرو ابديت ته د حیرت د شپو نکلونه کوو

زه یم او خدای دی او د روح بستر دی

زه یم او عشق دی

چې د د ژوند پر صيقل شوي مخ شبنم د خيالونو وېشو

د درد زاړه او نړېدلي دېوالونه د نسيم په مکیزونو وينځو

او د ګهيځ سپېڅلي مخ ته

د ايمان د بې پايانه بحر خوب تشوو

پر زړه د روح د عود شمال رالګي

د خدای سپېڅلی لاس ؤ

زر صحیفې یې د ازواقو ښار ته و تښتوم

جهان له ما زه له جهانه خالي شوم

کله چې ځان مې پرېښود

کله چې ځان مې د شهوت د ښار

د تورې ګڼه ګوڼې د بويناکو خځل‌غولې

په عادت کې ترک کړ

کله چې خدای ته يک تنها ورغلم.