...

فرید باراني

پوچ شمه کله کله

لکه ترخه او پوچه وچه د بادام خستکه

پړسوب د خپلو شهوتونود ګرداب شم کله

لکه د شنو اوبو د ډنډ بويناکه شوې څېره

چې هيڅ يو سپی پرې ژبه نه لمسوي

وچ شم کوير شم کله

لکه د ټولو اوبو ډکو آسمانونو فريادرسه غېږه

باد شم او راشم د دنيا پر آرمانجنې څېرې ولورېږم

خوښ شم کله

لکه شراب

خمار شم....

آدمي زاد يم آخر

تن مې د دوو هډو شيره د نس ده

روح مې د خدای د تقدس او د صفاتو آينه