...

فرید باراني

نیم نه،

يو نيم سل کهکشانه ياغي درد مې

د حيرت د ستومانيو د اوږو په مدارنو کې

د شپو ورځو مزلونه وهي

عشق لکه آس

نه آراميږي

ميل ميل کيږي

او د شوق په ارته ځمکه کې تمکين د بې خودۍ زده کوي

وحده لا اله الا هو

څه استغنا مې له زړګي تاويږي

باد مې سلام ته راځي

خدای مې د زړه په اور کلام ته راځي او ملايکې مې د عجز له حيرت نه ېوافونه کوي

او زه د خپلو تودو اوښکو په لانده ګرېوان کې

د خپل قامت بويناکه سپرم ته مضراب د بې خودۍ غږوم

د نور د وړانګو د حیرت د کشالو په بار کې

د ګران احسان ته د خوښۍ د لپو اوښکې نيسم

نيم نه،

يو نيم سل کهکشانه ياغي درد مې

د حيرت د ستومانيو د اوږو په مدارونو کې

د شپو ورځو مزلونه وهي

عشق لکه اس

نه آراميږي

ميل ميل کیږي

اود شوق په ارته ځمکه کې تمکين د بې خودۍ زده کوي