فرید باراني
د مات زړګي تاشکند دی
د تبسم په هلبندو کې يې د زړونو قند دی
چېرته به لاړ شم
چې سکروټې زندګي مې د ترخو ارواحو ماتې حوصلې صحيح کړي
چېرته به تم شمه
چې ستا په لوري
د زړه د ماتو سفرونو د لنګر د ستومانيو له ريښې ريښې ګرېوان قامت نه
کډه وکړم
نشته د خوند په نوم
نوکی څه په عالم کې نشته
چېرته چې ته نه يې
او خلک د مېږيانو په تصوير کې ژوندانه ته د سيلاب د شپو کیسې نه کوي
لاسونه ټول لپه د بيټ۱ له دعاګانو ډک دي
خو نوکی زړه نشته د پلونو د بې روحه قامتونو په خالي سايو کې
برلين ۲۰۱۵