فرید باراني
غواړم چې ودې غواړم
ژوند د بېلو پښو آدرس ته
د هجرت غرېو نيولی ساز ؤ
لاس دې زما له ستړو شوو اوږو لرې کړ او
بيابانونو د سفر ستړو مزلونو ته په وچو شونډو خندله
آسمان بيا يو ځل هم ونه موسېده
زما ستړیا د ښار شهرت صحیح کړ
تور ببر سر مې مزامیر ته د داود ميثاق له غرو رانه وړ
نه د فرعون په پلونو لاړم چې مې مرګ صحيح شي
نه د سينا په عبادت کې ستا د مخ عزت ته ورسېدم
لاس دې زما له ستړو شوو اوږو لرې کړ او
زما تر شاه جهان پر خپلې بې وسۍ ونړېد
ته د جهان د کوم سرود تر شاه د زړونو د بيديا پر ښېرازيو بوخت يې؟
غواړمه ښکل دې کړمه!
غواړم د خپل يوازېتوب درته کيسې وکړمه
غواړم د ژوند د شکايت د کتابونو پر متنودې د مسطور کتاب سنت محو کړم
غواړم چې ودې غواړم
ته د جهان د کوم سرود تر شاه د زړونو د بيديا پر ښېرازيو بوخت يې؟