فرید باراني
تږی
لکه کویر تږی یم
وګوره څنګه لېونتوب په سر اخیستی یمه
د ورځې څو ځلې دې
فېسبوک پرانېزم او تکرار تکرار عکسونه ګورم
له بې مانا څېزونو خوند اخلمه
دوستان دې ښه په زېر او زور وینمه
چې کوم بې پته به دې
په نالیدلو اندامونو خپله سایه خوره کړي
او بیا مې زړه درزېږي
فشار مې یوسل و اتیا ته خېژي
او بیا مې اوښکې ناببره پر کالو څڅېږي
اصلاً ته دا ووایه:
زما د زړه آرام
کومې لمحې وړی دی
چې زه لا هم لکه کویر تږی یم
او ستا د ژوند په خپلولو کې د مرګ تر پولو
لکه د ټکنده غرمې ستړی اسیر تږی یم
چې لا دې هم هره ورځ فېسبوک ګورمه
چې لا دې هره ورځ ساده ساده لیکنو ته ارزښت ورکوم
چې لا دې هره ورځ دوستانو ته په خور او مور کنځلې کوم