فرید باراني
رواج
کله چې وڅاڅي له سترګو
او سړې شي اوښکې
بېرته له سره مسلمان شم
کلمه ووایم
په لندو سترګو په دعا شم د آسمان په لوري
خدایه دا څه بلا دې ګډه کړه د ژوند په اروا؟
دا دانسان په لاس جوړ شوو رواجونو خو زه وخوړلم
دا رواجونه خو سم
د دېوالونو په څېر
زما په ژوند باندې راوګرځېدل
او له دعا نه وروسته
زړه د سینې دننه
تنګ شي
تاو شي
راتاو شي
راته وژړېږي
او له سړو اوښکو نه پس
زه د دنیا شم
طبیعت مې د انسان په توګه بیا ومني
او ورپسې
سره له څو ورځو چوپتیا
زړه بیا را پاڅېږي
خوځښت وکړي نوښت راولي
او یو څو ورځې مې غوږونه بیا ارام ونیسي
دا قصیده به لیکل کېږي زما د ژوند د ورځو شپو په اروا
هره شېبه به مې له لرې وېروي لکه یوه توره بلا
تر څو یو ځای نشو ونه نښلوو
د قصیدې و ورستي فصل ته
د پای ټکی
۲۰- ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو، دفتر