فرید باراني
ته لېونی
ته لېونی
سم لکه روح
زما د ورکو لالهاندو لېونو شعرونو
په آيینه کې
هره لحظه را ته د نوي ښایست
وړانګې په زړه اچوي
که څه مې روح له تانه لرې دی خو
هره لحظه مې د یادونو په ښاغلي باغ کې
راپیدا کېږي
نږدې کېږي
هوسېږي
په خندا مې ګرځوي د باغ په شنو پټیو کې
ته لېونی سم لکه روح زما د ورکو لالهاندو لېونو شعرونو
په آيینه کې
هره لحظه راته د نوي ښایست
څانګې په زړه اچوې
تا لېوني
زما د ځانګړي ژوندون
د وسوسو په ایینه کې ولې ځان ښکاره کړ
تا لېوني
تا د ښایست لېوني
ولې دې ځان ښکاره کړ
۲۱- ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد صفا راډیو دفتر