فرید باراني
آه درته ومرمه
آه درته ومرمه
لوګی دې شمه
بیا دې په اوښکو راته لوند کړ دا د هیلو ګرېوان
بیا دې روښانه کړ په ستورو د یادونو آسمان
له کوم دلیله پرته
ولې هردم ځورېږې
آخر په تا باندې دا څه شوي دي؟
په دې پوهېږمه چې زړه دې
له روزګار نه تر خولې راغلی
آه در ته ومرمه
لو ګی دې شمه
بیا دې په اوښکو راته لوند کړ
دا دهیلو کاروان
بیا دې روښانه کړ په ستورو
د یادونو اسمان
۲۴/ ۱۱/ ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډیو دفتر