...

فرید باراني

درې بیتونه

ما وې چې تابه لا لیدل که نه لیدل غمونه

توره تیاره وله او ماته ګډېدل غمونه


اوږد مې سفر و او د مات زړګي په ساندو کې مې

دانه دانه لکه غنم راماتېدل غمونه


په هغه شپه ټولې دنیا په کړس خندا کوله

په هغه شپه یواځې ما چې زېږول غمونه