...

فرید باراني

غزل

ښکلا دې ده نغښتې، د یو چا په تصور کې

هو بد کوي چې ګرځي د دنیا په تصور کې

یو چا دې د ښکلا په اړه دومره راته ووېل

چې هره شېبه تللی یمه ستا په تصور کې

آه، ته خو پیغمبر زما د زړه شولې جانانه

په زړه دې ګرځوم هره وینا په تصور کې

یو ته شې بل د اوښکو د شرابو مېلمانه شي

د شپې له تروږمۍ نه تر سبا په تصور کې

چې هر څومره مې ذهن ستړی کېږي ستا په یاد کې

له سره راپیدا شي یو وار بیا په تصور کې

چې وګوري «نوښت » د تصور خړه کوڅه کې

تنها وي او تنها وي او تنها په تصور کې

۲۲/ ۱۱/ ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفاراډیو دفتر