فرید باراني
غزل
یو یاد یې راته پاتې اویزان د زړه په ونه
تصویر مې ځړولی د جانان د زړه په ونه
یو ډک اسمان د ستورو ورنه غواړمه که یې راکړي
چې کله به راښکته شي اسمان د زړه په ونه
کافر د مینې نه دی چې په اړه به یې تشویش کړم
ختلی په تلوار خو مسلمان د زړه په ونه
آه! نن شپه خو په خوب کې او په خیال کې راڅرګند شه
کنه نو کړم راځوړند به ګررېوان د زړه په ونه
۲۲- ۱۱- ۱۳۸۹ - صفاراډیو، جلال اباد