فرید باراني
غزل
ستړی یم د ژوند له کار او باره څه مانا لري!
ژوند مې له دې کلي نه تر ښاره څه مانه لري؟
نو مې د خیال او تصور احتوا نه غواړم
لرې شه له مخې مې دېواره څه مانا لري
لاندې دې ولاړ یم لاس مې ستا پاڼو ته نه رسي
دا نو دژوندون ستړیه بهاره څه مانا لري
یو ځلې خو راشه پټ په غوږ کې راته ووایه
ژوند په تنهایي کې بې له یاره څه مانا لري؟
زړه مې ستا د زهرو په انګړ باندې بدل شولو
دا د تنهایي شېبې ښاماره څه مانا لري
ژونده! رواجونه یې د طاق په سر کې کېنول
ستا منصور یې وړی دی تر داره څه مانا لري
خاورې دې په سر شوې له دې خړو نه به راونه وځې
مینه، ای نوښته! ګنهکاره څه مانا لري
۲۳ - ۱۱ - ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر