...

فرید باراني

ته د ګرانښت له ورځې څه خبره

ته د ګرانښت او ولنټین۱ له ورځې څه خبره!

تاته خو ګران نه یمه

ستا خو دژوند هره شېبه ده له خوښیو ډکه

هغه خو زه یمه چې

د خدای په شپو ورځو کې

تنها همدا ورځ په خوښي تېروم

او هغه هم تر تور ماښامه پورې ښتا په یاد کې

ته د ګرانښت له ورځې څه خبره

تاته د ځان ګرانښت له هر چا نه ګران

او ما ته ستا هېرول

د بدبختۍ په مانا

لکه د دې ټولې دنیا هېرول

ته د ګرانښت له ورځې څه خبره


۲۵-۱۱-۱۳۸۹-/ ۱۴- ۲ ۲۰۱۱

جلال اباد، صفا راډيو دفتر، د ولنټين ( د مینانو ) ورځ