...

فرید باراني

غزل

عشق مې د زړه له اضطرابه ارادې وخوړې

نور مې تصمیم په بسم الله کې فاصلې وخوړې

هره حجره کې دې د مینې ریښې وغځیدې

ته چې له څه نه زما جانانه وېرېدې، وخوړې

تا خو ویل چې زه به مینه مینه نه کومه

ته خو خپل حسن خپل ښایست زما ښایستې وخوړې

هرو مرو به ما و تا سره کینو حساب ته

تا خو د عمر ښې او بدې خاطرې وخوړې

زما د نور د زړګي نور دې سپینه ورځ کې غلا کړ

زما د غوښو د زړګي دې هم ټوټې وخوړې

زما د نور زړه بېرته راوړه چې غلا کړی دې و

د غوښو زړه مې در بښلی تا چې تلې وخوړې

اوس دې نوښت راته پرې اېښی نور دې هر څه وړي

تا خو د ژونه له هره خیاله ترانې وخوړې

۱۳۸۹-۳-۲۶- جلال آباد