فرید باراني
نا آرامې لمحې
ستا هغه تېر یادونه
زه هره شپه وروسته له دوولسو نه
چې د غمونو په کټ پرېوځمه
هغه کلونه شنې شېبې چې ته له ما سره وې
هغه یادونه رابرسېره کړمه
ټوله له ذهن نه راواړوم مرور یې کړمه
ګوندې سبا ته امتحان لرمه
وروسته مې ستا په یاد کې خوب یوسي له ځانه سره
اوس له کلونو وروسته
ستا هغه تېرو یادو
زما د شپې د تنهایۍ سره واده کړی دی
نو ر به زما د زړه نارامې لمحې
او
ستا ها تېر یادونه
په خپل ژوندون کې سره نه بېلېږي
۱۳۸۹-۲۲-۳-جلال آباد