...

فرید باراني

ما دژوندون د حادثاتو په ناروغه غیږ کې

د حاکم دود د تنګ ذهنیت

هسک دېوالونه مات کړل

او لکه د غل له ټولو پټ

تاته ښکاره درغلم

زه لیونی څومره ډاډه درغلم!

خوتا

د دې خبرې په ویلو سره

( بښنه غواړم زه واده شولمه )

زما د قسمت د تندي

د هیلو کرښې

د ابد لپاره پاکې کړلې

۱۳۸۹-۶-۲-هرات، محل حاجي عباس