فرید باراني
زما د روح زما د زړه ملګریه
زما د زړه دروازه وان
د دې جهان له انسانانو څخه
له پیغمبر له مور او پلار نه وروسته
تاته د زړه په تل کې ځای درکړی
زما د روح زما د زړه ملګریه
نن خو به ته له دغه ښاره لاړ شې
نن خو به ستا ظاهري جسم
زما د سترګو څخه
پټ غوندې شي
نن خو به ستا له تللو وروسته
ستا خندا خبرې
زما په ذهن کې خالي د یو تصویر غوندې وي
خو زما د زړه دروازه وان
چې زه یې مینه بولم
زما د زړه پینځمه خونه ستا په نوم لیکلې
زما د روح زما د زړه ملګریه
ته خو به لاړ شې خو یادونه به دې
د یو تلپاتې درد په څېر زما په زړه پورې شي
زما د روح زما د زړه ملګریه
زه دې دتلو په اړه
کړم اعتراض
ته خو به لاړ شې له دې ښاره څخه
خو،
ما ته به ډېر یادېږې
ستا ملګرتوب خو زما د زړه په مرمرینه کړکۍ
د حقیقت په قلم
په ښایسته زرینو وړانګو داسې ولیکل شو
( ما مې د زړه پینځمه خونه
ستا په نوم لیکلې
ته نور بې غمه اوسه
زه مې د زړه پینځمې خونې ته
هېڅ څوک نه پرېږدم)
زما د روح زما د زړه ملګریه
نور دې په خدای سپارمه
که ستا ملګري کومه سهو اشتباه کړې وي
ستا نه بښنه غواړي
۱۳۸۹-۳-۲۹-جلال اباد