...

فرید باراني

د ذهن هارډېسک

زما دا ړنګ توږلی مات تصویر

لکه د سولې تکه سپینه آرماني کوتره

چې د وحشت ګولۍ په زړه پر وزرونو وخوري

په سپین شهید بدن یې وغوړېږي

د وینو سره سلسله

داسې دا ستا ښکلی ولاړ تصویر ته

زما په کور کې، زما په ذهن کې راوځړېدې

څومره چې ستا تصویر ته

ځیر شو او ویې کتل

ته یې ونه پېژندې

اوس مې د فکر او د ذهن هارډېسک

ټول پارټېشن شو نور یې نه په یاد

۱۳۸۹-۴-۱۲-مزار شریف