فرید باراني
غزل
هغه جمال لري جلال نه لري
دا بل جلال لري جمال نه لري
د یخ پر سر مې ګل ته دا ولیکل
د عشق فصلونه سروکال نه لري
په انسانیت مې چې خپل زړه لږ پوه کړ
په خدای تر اوسه انډیوال نه لري
څه به یې ځواب وي،رانه مخ واړوئ
ژبه مې ګونګه ده سوال نه لري
نوستالوژۍ په درد اخښلې دنیا
که نه په خدای تر اوسه دومره جنجال نه لري
یوځلې راشه چې قبله دې کاندي
هغه انسان ته چې اېډیال نه لري
کب دې چې بېل کړ نو غنم مې یاد شو
بېرته یې پرېږده زړه مې حال نه لري
د دنیا زړه زما له غمه شین دی
دا آزادي زما مجال نه لري