...

فرید باراني

غزل

باد په مخه واخیسته ایره شوله

ماته شوه په ملا باندې کږه شوله

ما ته د راتلونکو زمانو هیله

کونډه شوه سر توره د کاله شوله

خام چې وم غمونه مې هم خام وو څه

پوخ چې شوم غمونه مې پاخه شوله

زړه ته مې یخني د کاڼو راغلله

دود غوندې لمبه د تناره شوله

تاته مې د زرو اندېښنو چینجي

خپل د زړه په غوښو کې ماړه شوله

روح غوندې مې ووتې له زړه ځینې

ډک مې له ورستو چیغو ماغزه شوله