...

فرید باراني

غزل

که تیاره دی او که نور دی بل څه نه دی

ژوند مې اوښکو ته مجبور دی بل څه نه دی

دلته ژوند د مرګ په لومو کې دی، هلته

ستا د لاس ورغوی سور دی بل څه نه دی

دا چې داسې نا ارامه یمه ښايي

له دونیا لاندې تنور دی بل څه نه دی

ولې زه په سمه لاره چپه کېږم

زما په زړه کې کوه طور دی بل څه نه دی

تول دې مات شو ستا د حسن له بازاره

غږ د غلا دی غږ د چور دی بل څه نه دی

2013- dec 20