...

فرید باراني

غزل

شپه نیمایي وه په سپوږمۍ باندې سایه مې وکړه

یوه کنډو ته څېرمه غلې غوندې شپه مې وکړه

له خپلې وېرې زېږېدلې حادثه وم په خدای

چې رانږدې شولې ناڅاپه شوم ناره مې وکړه

خدای خبر زما یې د ارواح سره تړاو و که نه؟

چې څه یې غوږ کې راته وویل هغه مې وکړه

په خپل حسرت کې نښتېځلې وسوسې داسې وي

د یوه درست جهان ګرانښت له پاسه نه مې وکړه

له اندېښنو نه مې په خپل وجود کې وغځېدم

هره خبره چې مې وکړله سړه مې وکړه