فرید باراني
غزل
دا سکروټه سوځېدلې زمانه
ما په خپل لاس کې نیولې زمانه
هر څه عمر لري، هر څه زنده ګي کړي
ما په هر څه کې لیدلې زمانه
پاس له سر نه یې الوت ته لاره نشته
مار په خپله ژبه څټلې زمانه
لاس ګړۍ یې لکه ژرنده پرې تاوېږي
د ښې نه ده، ما ليدلې زمانه
اه د سکایپ له پاسه څنګه غاړه درکړم
دومره نه ده پرمختللې زمانه
کله اوروي پر ما « باراني » څاڅکي
کله اوروي ډبرې زمانه
۲۲/ لیندۍ/ ۱۳۹۱ - ننګرهار