...

فرید باراني

غزل

په دمه تللي و له هغه خوا نه ستړي راغلو

معلومه نه شوله چې ولې لاړو ولې راغلو

د زمانې غاښونه تېز لکه د مار د زهرو

موږ یې له پاسه څه په وېره پرې ختلي راغلو

خدایه چې ته د کومې ورځې د راتلو تږی وې

د ګناهونو تورې جامې مو اغوستلې راغلو

په کومه لاره چې د مار په لکۍ وختلو

په هغه لاره کې له پړي ډارېدلي راغلو

ونو یې سترګې دېوالونو یې غوږونه لرل

فکر مو وکړلو چې چا نه یو ليدلي راغلو

لا څوک زموږ له بیا راتللو نه خبر هم نه ول

لکه باران د دروازې تر څنګه غلي راغلو